زبور 147:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 او هغه ستا د دروازو اړمونه او دُرشلى مضبوطوى، او په تا کښې اوسېدونکو ته برکت ورکوى. Faic an caibideil |
ما هغوئ ته ووئيل، ”ترڅو پورې چې نمر تود شوے نۀ وى نو د يروشلم دروازې به نۀ کولاووئ. په کوم وخت کښې چې څوکيداران په ماښام کښې چهټى کوى نو هغوئ دې دروازې بندوى او اړمونه دې ورته واچوى. ما هغوئ ته دا هم ووئيل چې د يروشلم د اوسېدونکو خلقو نه يو څو څوکيداران مقرر کړئ چې څۀ کسانو ته په کښې خاص ځايونه حواله شى او نور دې د خپلو کورونو نه ګېرچاپېره ګشت کوى.“
د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.