12 د مالِک خُدائ لوئى بيان کړه، اے يروشلمه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړه، اے صيونه.
مالِک خُدائ د تل دپاره بادشاهت کوى، د ټولو نسلونو دپاره اے صيونه. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.
بنى اِسرائيل دې د خپل خالق سره خوشحالى وکړى، د صيون خلق دې د خپل بادشاه سره خوشحاله وى.
اے د صيون خلقو په اوچت آواز د خوشحالۍ نعرې ووهئ. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ډېر لوئ دے، او هغه د خپلو خلقو په مينځ کښې اوسيږى.“
د هغوئ قدمونه څومره ښکلې دى چې په غرونو باندې روان دى او زېرے راوړى. ځکه چې هغه به د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى، او صيون ته به وائى، ”ستا خُدائ پاک بادشاه دے.“
اے د يروشلم خلقو خوشحالى وکړئ. په مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک کښې خوشحالى وکړئ. ځکه چې هغۀ په وفادارۍ سره په تاسو د خزان بارانونه وکړل. هغه په تاسو د مخکښې په شان د خزان او د سپرلى دواړو ډېر بارانونه راوروى.