1 د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ. دا څومره ښه ده چې مونږ د خپل خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو، او څومره د خوښې خبره ده چې مونږ د هغۀ ثناء وکړُو.
چې کله د مالِک خُدائ د دې کور بنياد کېښودے شو نو کومو ډېرو بوډاګانو اِمامانو، ليويانو او د ډلو مشرانو چې د مالِک خُدائ هغه وړومبے کور ليدلے وو، نو په چغو يې وژړل. خو چې هلته نور کوم خلق وُو هغوئ د خوشحالۍ نه چغې وهلې.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ځکه چې مالِک خُدائ ښۀ دے، د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ. ځکه چې ډېره مزه کوى.
اے صادقانو، مالِک خُدائ ته د خوشحالۍ سندرې ووايئ، دا د صادقانو دپاره ښۀ دى چې د هغۀ ثناء ووائى.
تېر وخت چې راپه ياد شى په زړۀ باندې غمژن شم، چې څنګه ډېرو خلقو سره به زۀ د خُدائ کور ته تلم، او هغوئ به مې د خُدائ پاک عبادتګاه ته په خپله مشرۍ کښې بوتلل، نو په لويه ډله کښې به ما په تېزه د هغوئ سره د خوشحالۍ په آواز د شُکر ګزارۍ ثنا وئيله،
دا ښۀ خبره ده چې ستا ثناء صِفت وکړُو مالِکه خُدايه، او په حمدونو کښې ستا د نوم ستائينه وکړُو خُدائ تعالىٰ.
هر سحر چې ستا ابدى مينه ياده کړُو، او په شپه کښې ستا وفادارى ياده کړُو،