9 مالِک خُدائ د مسافرو خيال ساتى، او يتيمانو او کونډو ته خوراک ورکوى، خو هغه د بدعملو منصوبې او طريقې خرابوى.
کله چې داؤد خبر شو چې اخىتُفل په بغاوت کښې د ابىسلوم سره ملګرے شوے دے نو هغۀ داسې دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د اخىتُفل مشوره په کم عقلتوب بدله کړه.“
کله چې اخىتُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو.
نو د هغۀ ښځې او خپلو ټولو دوستانو هغۀ له مشوره ورکړه، ”تۀ يو پينځويشت ګزه لوَړ دار ولې نۀ جوړوې؟ سبا سحر تۀ بادشاه ته ووايه چې مردکى په هغې باندې راځوړند کړى، نو بيا به تۀ ښۀ په خوشحالۍ سره مېلمستيا له لاړ شې.“ نو په همان دا خبره ښۀ ولګېده، او هغۀ هم هغه شان دار جوړ کړو.
نو همان په هغه دار باندې ځوړند کړے شو کوم چې د مردکى دپاره جوړ شوے وو. او بيا د بادشاه غصه سړه شوه.
خو اِستَر بادشاه له لاړه او بادشاه د دې نتيجې سره يو ليکلے فرمان جارى کړو چې همان د يهوديانو دپاره کومه منصوبه جوړه کړې وه نو هغه ورته اولټه راوګرځېده او هغه او د هغۀ زامن په دار باندې پهانسى کړے شول.
خو تا په خپله دا تکليفونه او خفګان وليدلو، او تۀ په خپله دا وينې او عدالت کوې. تا ته ځان سپارلے دے بېوسه مظلومانو، مل يې تۀ او حفاظت کوې د بېپلارانو.
مالِک خُدائ د هغوئ خيال ساتى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى، خو هغه به ټول شريران تباه کړى.
مالِک خُدائ د عاجزانو ساتنه کوى، خو شريران زمکې ته راغورزوى.
پاکانو ته تۀ خپل ځان پاک ښکاره کوې، او هغوئ څوک چې مکاران دى مکر کوى.
د يتيمانو دپاره پلار دے او د کونډو حفاظت کوى، هم دا خُدائ پاک دے څوک چې په خپل مقدس ځائ کښې سکونت کوى.
مالِک خُدائ د مغرور کور سر د لاندې راغورزوى، خو هغه د کونډې جائيداد محفوظ ساتى.
خو د بدکارانو لار لکه د تورې تيارې په شان ده، دوئ په دې نۀ پوهيږى چې په څۀ باندې يې تيندک وخوړلو.
خو زۀ به ستاسو د يتيمانو خيال ساتم او ستاسو کونډې دې هم په ما د مدد دپاره باور وکړى.“
اسور مونږ نۀ شى بچ کولے او نۀ مو جنګى آسونه حِفاظت کولے شى. مونږ چې کوم بُتان جوړ کړى دى هغې ته به هيڅکله نۀ وايو چې تاسو زمونږ معبودان يئ. ځکه چې صرف هم تۀ، مالِک خُدائ په يتيم باندې رحم کوې.“
”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
ځکه چې د دې دُنيا حِکمت د خُدائ پاک په نزد بېوقوفى ده، ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”هغه هوښياران د هغوئ په چالاکۍ راګېروى.“
د مالِک خُدائ په حضور کښې تاسو سره د خپلو بچو، ستاسو نوکرانو، ليويانو، مسافرو، يتيمانانو او د هغه کونډو سره خوشحاله شئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. د عبادت په هغه يو ځائ کښې هم دغه شان کوئ.
د خُدائ پلار په وړاندې چې خالص او پاک دين دے يعنې هغه دا چې د يتيمانانو او کونډو په مشکلاتو کښې د هغوئ مدد وکړئ او خپل ځان د دُنيا د ګندګۍ نه وساتئ.