8 مالِک خُدائ ړندو ته نظر ورکوى. او هغه ټول راکونټى شوى راوچته وى، مالِک خُدائ د صادقانو سره مينه کوى.
بېشکه صادق مالِک خُدائ د اِنصاف سره مينه کوى، او نېکان خلق به د هغۀ د مخ ديدن کوى.
مالِک خُدائ هغوئ ټول اوچتوى څوک چې راپرېوځى، او هغه ټول راکونټى شوى راوچته وى.
مالِک خُدائ د عاجزانو ساتنه کوى، خو شريران زمکې ته راغورزوى.
نو د ړندو به سترګې وغړيږى، او د کڼو به غوږونه اورېدل شروع کړى.
زۀ به خپل ړاندۀ خلق روان کړم په هغه لار به يې بوځم چې هغوئ پرې هيڅکله سفر نۀ وى کړے. زۀ به د هغوئ وړاندې تيارۀ په رڼا بدله کړم او د هغوئ مخې ته هغه کندې کَپرې زمکه به هواره کړم. دا زما وعدې دى، او دا وعدې به زۀ پوره کړم.
اے کڼو خلقو، واورئ. اے ړندو خلقو، ښۀ وګورئ.
چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى.
نو د هغوئ سترګې بينا شوې. عيسىٰ په سخته هغوئ ته وفرمائيل، ”ګورئ چې څوک درنه په دې کار خبر نۀ شى.“
ځکه چې پلار په خپله تاسو سره مينه کوى، ځکه چې تاسو ما سره مينه کوئ او ستاسو دا ايمان دے چې زۀ د خُدائ پاک د طرف نه راغلے يم.
چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“
خو خُدائ پاک چې عاجزانو ته تسلى ورکوى نو د تيطوس په راتلو يې مونږ له تسلى راکړه،
نو زۀ دُعا کوم چې ستاسو د زړۀ سترګې دې روښانه شى چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغۀ تاسو د څومره لوئ اُميد دپاره رابللى يئ، يعنې هغه شاندار ميراث له چې هغۀ د خپلو مقدسينو دپاره ساتلے دے څومره لوئ دولت دے،
مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره مينه کوى او هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى. نو هغوئ د هغۀ په نقش قدم روان دى او د هغۀ حُکمونه منى.
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.