Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 146:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 ځکه چې هغۀ آسمانونه او زمکه، سمندر او څۀ چې په کښې دى پېدا کړى دى او هغه تل وفادار دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 146:6
26 Iomraidhean Croise  

په شروع کښې چې کله خُدائ پاک ټول کائنات پېدا کړو،


مالِک خُدائ مهربانه دے او د هغۀ مينه د تل دپاره وى، او د هغۀ وفادارى به تر نسلونو پورې جارى وى.


مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى، څوک چې د آسمان او زمکې خالق دے.


ځکه چې زمونږ دپاره د هغۀ مينه ډېره لويه ده، او د مالِک خُدائ وفادارى د تل دپاره ده، ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى.


د مالِک خُدائ په کلام سره جوړ شوى آسمانونه دى، د هغۀ د خولې په کلام نمر، سپوږمۍ او ټول ستورى جوړ شوى دى.


زۀ به دا بيان کوم چې، ”ستا ابدى مينه به د تل دپاره پاتې وى، ستا وفادارى به د آسمان په شان قائمه وى.“


خو زۀ به خپله ابدى مينه د هغۀ سره ختمه نۀ کړم، او نۀ به کله هم ورسره بې‌وفائى وکړم.


سمندرونه د هغۀ دى ځکه چې هغۀ جوړ کړى دى. او د هغۀ لاسونو اوچه زمکه پېدا کړې ده.


هغۀ خپله مينه او وفادارى چې د بنى اِسرائيلو سره يې کړې وه راپه ياد کړله، زمونږ د خُدائ پاک خلاصون ټولو د زمکې تر آخره پورې وليدو.


په شپږو ورځو کښې ما يعنې مالِک خُدائ زمکه، آسمان، سمندر او په دې کښې چې هر څۀ هم دى جوړ کړل، خو په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل. نو دا ځکه ما مالِک خُدائ د سبت ورځې له برکت ورکړو او مقدسه مې کړه.


اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، تا په خپل لوئ طاقت او قُدرت سره او په خپل زورَور لاس سره آسمان او زمکه جوړ کړل. ستا دپاره يو کار هم ناممکن نۀ دے.


ما خپل مالِک خُدائ نه دُعا وغوښتله او اقرار مې وکړو، ”اے مالِکه، تۀ لوئ او حېرانونکے خُدائ يې، څوک چې د خپلې مينې وعده د هغوئ سره قائمه ساتى څوک چې تا سره مينه کوى او ستا حُکمونه منى،


او د يعقوب اولاد ته به تۀ خپل رحم وښائې، تۀ به د اِبراهيم اولاد ته رښتونے يې، څنګه چې تا په تېر وخت کښې زمونږ پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.


خُدائ پاک هر څيز د هغۀ په وسيله پېدا کړل، يو پېدا شوے څيز هم بغېر د هغۀ نه پېدا نۀ شو.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ولې ستاسو په شريعت کښې دا نۀ دى ليکلے شوى چې، ”ما وفرمائيل چې تاسو خُدايان يئ؟“


”اے خلقو. تاسو ولې داسې کارونه کوئ؟ مونږ خو هم ستاسو په شان انسانان يُو. مونږ دا زيرے د دې دپاره تاسو له راوړو چې تاسو د دې عبث بُتانو نه ژوندى خُدائ پاک ته راواوړئ چا چې آسمانونه، زمکې، سمندرونه او په دې کښې هر څۀ پېدا کړى دى.


ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، حقيقى خُدائ پاک دے او هغه وفادار دے. هغه به خپل لوظ پوره کړى او د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته به نۀ بدلېدونکې مينه وښائى څوک چې د هغۀ سره مينه لرى او د هغۀ په حُکمونو عمل کوى،


ځکه چې د هغۀ په وسيله ټول څيزونه پېدا شول چې په آسمان کښې دى يا په زمکه، ليدونکى دى يا ناليدونکى دى، تختونه دى کۀ رياستونه کۀ حکومتونه يا اختيارات دى، هر څۀ د مسيح په وسيله او د هغۀ دپاره پېدا شُو.


دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى.


نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.


هغې په اوچت آواز چغې کړې چې، ”د خُدائ پاک نه يرېږئ او د هغۀ ثنا ووايئ ځکه چې د هغۀ د عدالت وخت راغلے دے. او د هغۀ عبادت وکړئ چا چې آسمان او زمکه، سمندر او د اوبو چينې پېدا کړى دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan