3 او په شهزادګانو توکل مۀ کوئ، په فانى انسان توکل مۀ کوئ څوک چې خلاصون نۀ شى ورکولے.
هغۀ ورته ووئيل، ”مالِک خُدائ چې ستا مدد نۀ کوى، نو زۀ دې څنګه مدد وکړم؟ ما سره نه د درمند خوراک شته او نۀ د انګورو د لنګرۍ نه مے شته؟
په هغه وخت کښې حنانى پېغمبر آسا بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک په ځائ تا د شام په بادشاه بهروسه وکړه، نو په دې وجه د شام د بادشاه لښکر ستا نه خلاص شوے دے.
د دشمن خلاف زمونږ مدد وکړه، ځکه چې د بنى آدم امداد بېفائدې دے.
د دشمن خلاف زمونږ مدد وکړه، ځکه چې د انسانانو مدد بېفائدې دے.
عام خلق څۀ حيثيت نۀ لرى د هغۀ په وړاندې، زورَور خلق هم هغه نۀ دى کوم چې دوئ ښکارى، کۀ هغوئ ټول په تله وتلى دا به د هوا نه هم سپک وى.
په انسان باندې توکل مۀ کوه، د هغوئ ژوند د يوې لحظې دے او د هغې قدر څۀ دے؟
ربُ الافواج وفرمائيل، يو وخت به راشى چې دا کلک لګېدلے مېخ به راوغورزيږى او چې په دې باندې څۀ هم راځوړند وى نو هغه به مات شى. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“
مِصريان خو څۀ خُدايان نۀ دى، هغوئ خو بنى آدم دى. د هغوئ آسونه خو څۀ آسمانى مخلوق نۀ دے ځکه چې دا آسونه د غوښې نه جوړ دى. کله چې مالِک خُدائ خپل لاس اوږد کړى، نو څوک چې د چا مدد کوى نو هغه به راپرېوځى او د چا چې مدد کيږى نو هغه به هم راپرېوځى او دا دواړه به تباه شى.
نو هغۀ دا جواب ورولېږلو، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې کومې خبرې تا اورېدلې دى د هغې په وجه مۀ يرېږه، هغه خبرې چې د اسور بادشاه نوکرانو کړې دى په هغې کښې يې زما، يعنې د مالِک خُدائ ګستاخى کړې ده.