7 هغوئ به ستا د بېاندازې ښۀوالى جشن کوى، او په خوشحالۍ سره به ستا د صداقت سندرې غږوى.
خپل ابدى رحمت دې په هغوئ نازل کړه څوک چې تا سره مينه کوى، او خپل خلاصون ورکړه هغوئ ته څوک چې صادقان دى.
اے خُدايه، ما د وينې تويولو د جرم نه معاف کړه، نو بيا به زۀ په خوشحالۍ سره ستا د معافۍ سرود بيان کړم.
ستا صداقت آسمانونو ته رسيږى پاکه خُدايه، هم دا تا کړې دى لوئ کارونه. ستا په شان بل څوک نشته پاکه خُدايه.
دوئ ټوله ورځ ستا په نوم خوشحالى کوى، ستا په صداقت فخر کوى.
زۀ به د مالِک خُدائ د نۀ ختمېدونکې مينې بيان وکړم، هر څۀ چې هغۀ زمونږ دپاره کړى دى نو د هغې دپاره به زۀ د هغۀ ثناء صِفت کوم. هغۀ چې بنى اِسرائيلو سره بېشمېره ښېګړې کړې دى په هغې به خوشحالى کوم، کومې چې هغۀ د خپل رحم او مينې په مطابق کړى دى.
په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او اِسرائيل به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.“