6 هغوئ به ستا د هيبتناکه کارونو په حقله خبرې وکړى، او زۀ به ستا د لويو کارنامو بيان وکړمه.
تۀ لوئ او طاقتور، د شان او شوکت والا او عزتمند يې. په زمکه او آسمان کښې هر څۀ ستا دى او اے مالِک خُدايه، تۀ په هر څۀ باندې عظيم بادشاه او حکمران يې.
”دا د فارس د بادشاه خورس حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمانونو خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران کړے يم او دا ذمه وارى يې راکړې ده چې د مالِک خُدائ دپاره په يهوداه کښې د يروشلم په ښار کښې کور جوړ کړم.
د نمر ختو نه د نمر پرېوتو پورې، د مالِک خُدائ د نوم ستائينه دې وى.
ټوله دُنيا به مالِک خُدائ ياد کړى او هغۀ ته به راوګرځى، د دُنيا ټول قومونه او هر خاندان به هغۀ ته سجده وکړى.
هغه څوک چې لا پېدا نۀ دى د هغۀ د خلاصون نه به خبر شى دوئ به د هغۀ د ټولو کارنامو نه خبر شى.
خُدائ پاک ته ووايئ، ”ستا کارونه هيبتناک دى او زور طاقت دې ډېر لوئ دے. نو ځکه ستا ټولو دشمنانو ستا په وړاندې خپل سرونه ټيټ کړى دى.
هغه کسانو ته غوږ شئ څوک چې د بابل نه راتښتېدلى دى، نو هغوئ په يروشلم کښې وائى چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د هغوئ نه څنګه انتقام اخلى څوک چې د هغۀ کور تباه کوى.
ځکه چې زمکه به د مالِک خُدائ د جلال د عِلم نه داسې ډکه شى لکه څنګه چې سمندر د اوبو نه ډک وى.
زۀ به د مالِک خُدائ د نوم بيان وکړم، زمونږ د خُدائ پاک لوئى بيان کړئ.