Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 145:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 هغوئ به ستا د جلالى شان او شوکت او د لويئ خبرې کوى، زۀ به ستا په عجيبه کارونو فکر وکړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 145:5
16 Iomraidhean Croise  

هغه ماښام په پټو کښې چکر لګولو له ووتلو او څۀ ګورى چې اوښان راروان وُو.


د مالِک خُدائ حمد‌و‌ثناء ووايئ، د هغه عجيبه کارونو په حقله ووايئ چې هغۀ کړى دى.


هغۀ ته سرود ووايئ او د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ ټول عجيبه کارونه وستايئ.


د هغۀ کارونه د جلال او لويئ نه ډک دى، او د هغۀ صداقت د تل دپاره ‎پاتې وى.


ما د خپل کلام په تعليماتو باندې پوهه کړه، نو ستا په عجيبه کارونو به بيا غور وکړم.


زما ژبه به ستا صداقت ټوله ورځ بيانوى، ځکه چا چې غوښتل چې ما ته نقصان ورسوى هغوئ به په شرم او په بې‌عزتۍ اخته وى.


ثناء صِفت دې مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته وى، څوک چې په يواځې ځان په خپله عجيبه کارونه کوى.


په قومونو کښې د هغۀ د جلال اعلان وکړه، د دُنيا په ټولو خلقو کښې د هغۀ د حېرانونکى کارونو غږ وکړئ.


په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ. هغۀ ته د مدد دپاره آواز وکړئ. هغۀ چې څۀ کړى دى نو ټولو قومونو ته ووايئ. هغوئ ته ووايئ چې د هغۀ نوم څومره لوئ دے.


نو اوس، زۀ نبوکدنضر، د آسمان د بادشاه ثناء صِفت او لوئى بيانوم، ځکه څۀ چې هغه کوى هغه صحيح دى او د هغۀ ټول کارونه د اِنصاف دى. او هغوئ څوک چې کبر او لوئى کوى نو هغه يې عاجز کولے شى.


زۀ به د مالِک خُدائ د نوم بيان وکړم، زمونږ د خُدائ پاک لوئى بيان کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan