3 مالِک خُدائ لوئ دے او د ډېر ثناء صِفت قابل دے، د هغۀ لوئى هيڅوک هم معلومولے نۀ شى.
مالِک خُدائ لوئ دے او د هغۀ دې لوئى او ثناء صِفت وشى، د نورو ټولو خُدايانو نه دې د هغۀ زيات درناوے وشى.
دا د هغۀ د طاقت معمولى کارنامې دى، دا د يو معمولى آواز په شان دے چې مونږ اورېدلے وى. خو داسې څوک شته چې ورته د هغۀ د دروند آواز د زور پته لګى؟“
بېشکه خُدائ پاک لوئ دے او مونږ د هغۀ د لويئ اندازه هم نۀ شُو لګولے، د هغۀ د کالونو شمېر نشته.
مونږ د قادر مطلق خُدائ د طاقت تصور نۀ شُو کولے، خو هغه بيا هم د اِنصاف والا او صادق دے، هغه مونږ نۀ تباه کوى.
هغه داسې لوئ لوئ کارونه کوى چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى، هغه بېشمېره عجيبه کارونه کوى.
څوک چې د عقل نه بهر لوئ لوئ کارونه کوى، او بېشمېره عجيبه عجيبه کارونه کوى.
دغه شان پوهه زما دپاره ډېره حېرانونکې ده، او دا خبره زما د عقل نه لويه ده.
زمونږ مالِک خُدائ لوئ او په طاقت کښې زورَور دے، او د هغۀ د پوهې څۀ حد نشته دے.
مالِک خُدائ لوئ دے، او د ثناء صِفت لائق دے، زمونږ د خُدائ په ښار، يعنې مقدس غر کښې.
ځکه چې مالِک خُدائ لوئ دے او د ثناء صِفت لائق دے، د ټولو معبودانو نه د هغۀ زياته يره په کار ده.
تاسو ته پته نشته څۀ؟ تاسو اورېدلى نۀ دى؟ چې مالِک خُدائ د همېشه دپاره خُدائ پاک دے، هغۀ ټوله دُنيا پېدا کړې ده. هغه هيڅکله نۀ ستړے کيږى او نۀ ستومانه کيږى. او د هغۀ د حکمت خاتمه نشته.
واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بېپايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.
هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى، اے د قومونو بادشاه.