16 مالِکه خُدايه چې خپل لاس پرانيزې، په خپله د هر يو ژوندى څيز لوږه تنده ختموې.
د ځان او دوئ دپاره هر قِسم خوراک راجمع کړه.“
چې هغه تږې او اوچه زمکه اوبۀ کړى، او چې په هغه زمکه باندې واښۀ راشنۀ کړى؟
کله چې تۀ دوئ ته ورکوې نو دوئ يې راغونډوى، او چې خپل لاس کولاو کړې نو دوئ په ښۀ څيزونو ماړۀ شى.
هغه تږو له تنده ماتوى او اوږى په ښۀ خوراکونو مړوى.
دا به زۀ په ډېر پېداوار باندې بختور کړم، او د هغې غريبان به زۀ په خوراک باندې ماړۀ کړم.
هغه ځناورو ته خوراک ورکوى، او کارغانو بچو ته کله چې وچغيږى خوراک ورکوى.