Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 145:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 نو چې ستا په طاقتمند کارونو ټول خلق پوهه شى، او ستا د بادشاهت د جلالى شان او شوکت نه خبر شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 145:12
15 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، او د هغۀ نوم واخلئ، کوم کارونه چې هغۀ کړى دى قومونه ترې خبر کړئ.


کوم عجيبه کارونه چې هغۀ کړى دى هغه راپه ياد کړئ، او د هغۀ معجزې او اِنصاف ياد ساتئ.


د مالِک خُدائ د زورَورو کارونو بيان څوک کولے شى او څوک پوره د هغۀ ثناء صِفت بيانولے شى؟


هغۀ خپلو خلقو ته د خپلو کارونو زور ښودلے دے، او هغوئ ته يې د نورو قومونو زمکې ورکړى دى.


سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ، ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى، د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.


بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.


بيا ما په آسمان کښې يو اوچت آواز واورېدو چې داسې يې وئيل چې، ”اوس خلاصون، قُدرت او زمونږ د خُدائ پاک بادشاهى او د هغۀ د مسيح اختيار راغلے دے، ځکه چې زمونږ په وروڼو اِلزام لګوونکى چې شپه او ورځ زمونږ د خُدائ پاک په مخکښې په هغوئ اِلزام لګوى، نو هغه د آسمان نه سر د لاندې راغورزولے شوى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan