6 برېښنا ګانې راولېږه او دشمنان خوارۀ کړه، او خپل غشى پرې راووروه او هغوئ تس نس کړه.
اے مالِکه خُدايه ستا په حُکم او په چغه په رټلو بېخ د سمندر راښکاره شولو، او بنياد د زمکې راڅرګند شولو.
تۀ به کړې هغوئ دې ته جوړ چې په شا شى دوئ چې کله ستا د ليندې غشو ته مخامخ شى.
ستا تېرۀ غشى دې د دشمنانو زړۀ غوڅ کړى، ستا په پښو کښې دې ټول قومونه راګزار شى.
د دوئ خپلې ژبې به هم دوئ تباه کوى. هر هغه څوک چې دوئ ته ګورى نو په سپکه به خپل سرونه هغوئ پورې خوځوى،
زۀ به په هغوئ باندې نۀ ختمېدونکى افتونه راولم او د هغوئ خِلاف به خپل ټول غشى استعمال کړم.
زما غشى به د هغوئ په وينه کښې ډُوب شى، او زما تُوره به هغه ټول ووژنى څوک چې زما مخالفت کوى. څوک چې زما خِلاف جنګ کوى زۀ هغه يو کس هم نۀ پرېږدم. تر دې پورې چې زخميان او قېديان به هم مړۀ شى.“