5 خپل آسمانونه وشلوه اے مالِکه خُدايه او لاندې راکوز شه، غرونو ته صرف لاس وروړه نو دوئ به لوګے شى.
کله چې هغه زمکې ته وګورى نو په لړزان شى، او چې غرونو له لاس وروړى نو په لوګى بدل شى.
والوتو هغه په وزرو والا مخلوق سور شولو، هغه د هوا په وزرو سور شولو.
هغه لاندې ترې راکوز شولو وشلول يې آسمانونه، د هغۀ د پښو د لاندې تورې وريځې وې.
د سينا ټول غر د وريځ په شان په لوګى کښې پټ وو، ځکه چې مالِک خُدائ په دې باندې په اور کښې راکوز شوے وو. دا لوګے د بټۍ د لوګى په شان بره ختلو او ټول غر سخت ولړزېدلو.
نو تاسو هغه غر ته نۀ يئ راغلى چې به د اور شغلو، تيارې، تورتم او طوفان راګېرولو، لکه څنګه چې بنى اِسرائيل د سينا غرۀ ته راغلى وُو.