2 هغه زما مينه ناک خُدائ پاک او د حِفاظت قلعه ده، هغه زما پناه ګاه او زما خلاصونکے دے، هغه زما ډال دے په چا کښې چې زۀ پناه اخلم، څوک چې خلق زما د اختيار لاندې راولى.
کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.
مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما، زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے. هغه دے ډال زما، هغه زور چې بچ کوى ما، او د حفاظت پناه ګاه ده زما.
څوک چې راکوى ما له تکليفونه نو د هغوئ نه بدل اخلى زما، هغه خُدائ پاک دے چې قومونه ماتحت کوى زما،
پاکه خُدايه تۀ زما زور يې، زما سترګې تا ته دى، خو هم دا تۀ زما پناه ګاه يې.
زمونږ پاکه خُدايه، زمونږ په ډال نظر ساته، خپل غوره شوى ته په ښۀ نظر کاتۀ وکړه.
زۀ به داسې وايم چې، ”مالِک خُدائ زما پناه او هم زما قلعه ده، هم هغه زما خُدائ پاک دے په چا چې توکل کوم.“
د مالِک خُدائ نوم مضبوطه قلعه ده، صادقان هلته منډه وهى او په حفاظت کښې وى.
اے مالِکه خُدايه، تۀ زما طاقت او زما قلعه يې، د مصيبت په وخت کښې زما پناه ګاه يې. د دُنيا د آخر سر نه به قومونه تا ته راشى او وائى به چې، ”زمونږ پلار نيکۀ سره هيڅ نۀ وو بلکې دروغژن معبودان، هغه بېکاره بُتان چې دوئ ته هيڅ قسمه ښېګړه نۀ شى ورکولے.