10 هغه چا ته څوک چې بادشاهانو له فتح ورکوى، څوک چې خپل خِدمتګار داؤد ته د وژونکې تُورې نه خلاصون ورکوى.
نو د شامى فوج مشر نعمان، د شام د بادشاه يو ډېر عزتمند کس وو، ځکه چې د نعمان په ذريعه مالِک خُدائ شامى فوج له فتح ورکړې وه. هغه يو تکړه فوجى وو، خو د جذام بيمارى يې لرله.
ستا د خِدمتګار داؤد په خاطر خپل غوره شوى دې مۀ رد کوه.
اے قادره مالِکه خُدايه، زما قوى خلاصونکيه، څوک چې د جنګ په ورځ زما سر پټوى.
د بدکارانو ارمانونه تۀ مۀ پوره کوه، اے مالِکه خُدايه، او د دوئ منصوبې کاميابېدو ته مۀ پرېږده، هسې نه چې دوئ مغروره شى.
مالِک خُدائ ورکوى لوئې فتحې خپل بادشاه له، ورکوى نۀ ختمېدونکې مينه خپل غوره شوى له، د تل دپاره داؤد او د هغۀ ټول اولاد له.