1 مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې زما ګټ دے، څوک چې زما لاسونه د جنګ دپاره تياروى، او زما ګوتې د جنګ دپاره تياروى.
هغه ما له د جنګ تربيت راکوى، نو چې داسې زۀ د ټولو نه مضبوط غشے اوچلوم.
او اليشع هغۀ ته وفرمائيل چې، ”د غشو ويشتلو دپاره تيار شه.“ نو بادشاه هم هغه شان وکړل او اليشع خپل لاسونه د بادشاه په لاسونو کېښودل.
مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما، زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے. هغه دے ډال زما، هغه زور چې بچ کوى ما، او د حفاظت پناه ګاه ده زما.
مالِک خُدائ ته مې وکړل آوازونه څوک چې لائق دے د ثناء صِفتونو، او هم هغه په خپله مې د دشمنانو نه بچ کوى.
د مالِک نه بغېر بل خُدائ څوک دے؟ او زمونږ د خُدائ نه بغېر څوک ګټ دے؟
هغه تياروى جنګ ته زما لاسونه، چې مټې مې راکاږى د زېړو کمانونه.
تا ما له د خلاصون ډال راکړے دے، ستا ښى لاس زما مدد کړے دے، او ستا مدد زما ځان تکړه کړے دے.
د خُدائ مدد به مونږ له کاميابى راکړى، هغه به زمونږ دشمنان د پښو لاندې کړى.
تۀ زما د پناه ګټ شه چرته چې زۀ هر وخت ورتلے شم، تۀ حُکم ورته وکړه چې زۀ په کښې بچ شم. ځکه چې تۀ يې زما ګټ او قلعه.
راځئ، چې مالِک خُدائ ته حمد و ثناء ووايو، راځئ چې د خوشحالۍ نعرې زمونږ د خلاصون ګټ ته ووايو.
په مالِک خُدائ باندې تل يقين ساتئ، ولې چې مالِک خُدائ پاک ابدى حِفاظت کوونکے دے.
او وائى به چې فتح او طاقت صرف د مالِک خُدائ په ذريعه ملاويږى، خو هغه ټول څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغوئ به زما حضور ته راشى او شرم سره به مخ شى.
ځکه چې زمونږ د جنګ وسلې انسانى نۀ دى بلکې زمونږ وسلې د مضبوطو قلاګانو د نړولو دپاره د خُدائ پاک د قُدرت دى. مونږ پرې هر قسمه غلط بحثونه