9 ما د خپلو دشمنانو نه خلاص کړه، اے مالِکه خُدايه، ځکه چې زۀ د پناه دپاره تا ته را زغلم.
زۀ تا ته ژړا کوم، اے مالِکه خُدايه، زۀ دا وايم چې، ”تۀ زما پناه ګاه يې، او تۀ د ژوندون په دُنيا کښې زما برخه يې.“
تۀ ما د قېد نه خلاص کړه، چې ستا د نوم ثناء صِفت وکړم. نو بيا به صادقان رايوځائ شى زما په حقله، ځکه ستا د مهربانۍ په وجه.
ستا په لاسونو کښې دے مستقبل زما، د دشمنانو نه مې بچ کړه څوک چې ظلم کوى په ما.
دشمنان به مې وتښتى چې په کومه ورځ تا ته آواز وکړم، خُدائ زما ملګرے دے زۀ په دې باندې پوهېږم.
زۀ خو خُدائ تعالىٰ ته سوال زارى کوم، کوم خُدائ پاک چې خپل مقصد زما دپاره سر ته رسوى.
ما د خپلو دشمنانو نه خلاص کړه، پاکه خُدايه، څوک چې زما خلاف حملې کوى ما د هغوئ نه بچ کړه.
د مالِک خُدائ نوم مضبوطه قلعه ده، صادقان هلته منډه وهى او په حفاظت کښې وى.
نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.