7 اے مالِکه خُدايه، ما ته زر جواب راکړه، زۀ نااُميده شوے يم. ما نه خپل مخ مۀ اړوه، نو ګنې زۀ به د هغوئ په شان شم څوک چې ښکته قبر ته روان وى.
خپل مخ دې رانه مۀ اړوه کله چې په سخته کښې يم. ما ته غوږ شه کله چې تا نه سوال وکړم او زر مې قبلوه سوالونه.
ځکه هغۀ نۀ د حاجتمندانو درد ته سپک وکتل، او نۀ هغۀ د هغوئ ضرورتونو ته شا کوى نو هغه د هغوئ فريادونه اورى.
خپل مخ رانه مۀ اړوه ما ته مۀ په قهر کېږه تۀ، خپل خِدمتګار دې غصه کښې مۀ پرېږده تۀ، اے پاکه خُدايه، اوس ما مۀ پرېږده او ما مۀ رد کوه زما خلاصونکے يې تۀ.
زۀ تا ته زارى کومه، اے مالِکه خُدايه زما حفاظت کوونکيه، خپل غوږونه دې په ما مۀ کڼوه. کۀ چرې تۀ پاتې شې خاموشه، زۀ به هم د هغه چا په شان شم چې روان وى قبرستان ته.
بيا هم زۀ غريب او حاجتمند يم، زۀ دې د مالِک خُدائ په نظر يم. زما مددګار او خلاصوونکيه، زر راشه، اے پاکه خُدايه.
د خپل بنده نه دې مخ مۀ پټوه، په سختۍ کښې راګېر يمه دُعا مې زر قبوله کړه.
ما له نزدې راشه او په قيمت مې واخله، ما د خپلو دشمنانو د لاس نه خلاص کړه.
مرۍ مې وُچه شوه په چغو ستړے شوم، خُدائ ته په انتظار کولو مې نظر کم شو.
زۀ ډېر غريب او حاجتمند يم، اے خُدايه، ما له زر راشه، اے زما مددګاره او خلاصوونکيه، اے مالِکه خُدايه، نور انتظار مۀ کوه.
زما نه لرې مۀ اوسېږه، اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، ستا مِنت کوم ما ته زر راشه.
روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے، د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم. زما زړۀ او زما ځان په چغه د ژوندى خُدائ ثناء صِفت کوى.
هغه اُميد چې په وخت پوره نۀ شى نو زړۀ بيماروى، خو کوم خواهش چې پوره کيږى نو هغه د ژوندون ونه ده.
خو په قبر کښې هيڅ څوک ستا ثناء صِفت نۀ شى کولے، مړى ستا د وفادارۍ طمع نۀ شى لرلے.
زۀ به همېشه خپلو خلقو سره جنګ نۀ کوم، او تل تر تله به ترېنه خفه نۀ يم. کۀ ما داسې وکړل نو د خلقو نه به ساه وځى، هغه ژوندون ورکوونکى ساه چې ما تخليق کړې ده.
زۀ به د مالِک خُدائ انتظار کوم او د هغۀ نه به اُميد ساتم، اګر چې هغۀ د يعقوب خاندان رد کړے دے.
په خلقو کښې به په زمکه د پېښېدونکو واقعاتو د يرې له کبله ساه پاتې نۀ وى ځکه چې آسمانى طاقتونه به لړزولے شوى وى.