6 زۀ تا ته د دُعا دپاره لاسونه پورته کوم، زما ځان لکه د للمې زمکې ستا تږے دے.
کله چې ستا خپل زړۀ تيار شې، او لاسونه هغۀ ته اوچت کړې
لکه چې غلامان د سورى په ارمان وى، او لکه مزدوران د خپلې تنخواه په طمع وى.
اوښکې مې خوراک دى شپه او ورځ زۀ ژړېږم، هر وخت راته خلق لګيا وى، ”ووايه، ستا خُدائ چرته دے؟“
کۀ مونږ د خپل خُدائ پاک نوم هېر کړے وو، او غېر معبودانو ته مو خپل لاسونه پورته کړى وُو.
اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.
روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے، د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم. زما زړۀ او زما ځان په چغه د ژوندى خُدائ ثناء صِفت کوى.
تۀ د مړو دپاره معجزې کوې څۀ؟ څوک چې مړۀ دى دوئ پاڅېدے شى چې ستا ثناء صِفت وکړى څۀ؟
زما د ډېره غمه نظر کم شولو. هره ورځ تا ته زارى کوم مالِکه خُدايه، او خپل لاس تا ته د دُعا دپاره اوچتوم.
موسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ چې څنګه د ښار نه لاړ شم، نو زۀ به د دُعا دپاره خپل لاسونه مالِک خُدائ ته پورته کړم. نو تندر به بس شى او نوره ږلۍ به نۀ وريږى، نو داسې به تا ته پته ولګى چې زمکه د مالِک خُدائ ده.
د بلېدونکې شګې نه به تالاب جوړ شى، او اوچه زمکه به د چينو نه ډکه شى. چرته چې ګيدړان اوسېدل، نو هلته به د نمژنې زمکې واښۀ او لوخې راوټوکيږى.
د اختر په آخرى او د ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودرېدلو او په اوچت آواز يې وفرمائيل، ”کۀ څوک تږے وى هغه دې ما له راشى، هغه دې وڅښى.