5 کله چې زۀ پخوانى وختونه رايادوم، نو زۀ ستا په کارونو سوچ کوم، کوم کارونه چې ستا لاسونو کړى دى په هغوئ فکر کوم.
هغه ماښام په پټو کښې چکر لګولو له ووتلو او څۀ ګورى چې اوښان راروان وُو.
د هغۀ معجزې به خلق تل يادې ساتى، زمونږ مالِک خُدائ بخښونکے او مهربان دے.
زړۀ مې پرېشانه دے نو ځکه زۀ تا يادوم، د اُردن لرى مُلک او د حرمون او د مِضار د اوچت غرونو نه زۀ تا يادوم.
اے زما خلقو، هغه وخت راياد کړئ چې بلق د موآب بادشاه تاسو ته د نقصان رسولو کوشش کولو او بعور د بلعام زوئ څۀ جواب ورکړو. راياد کړئ خپل سفر د شطيم نه تر جِلجال پورې، نو تاسو ته به د مالِک خُدائ د صداقت کارونه معلوم شى.“