3 دشمن راپسې لګېدلے دے ما په زمکه ښکته غورزوى، هغۀ زۀ په زور په تورو تيارو کښې اوسولم لکه د هغه خلقو چې ډېر مخکښې مړۀ شوى دى.
يوآب ورته ووئيل، ”تا چې هغه وليدو نو هغه دې هم هلته ولې نۀ وژلو؟ نو ما به تا له په خپل لاس د سپينو زرو لس سيکې او يو فوجى کمربند درکړے وے.“
ابنير يو ځل بيا هغۀ ته ووئيل، ”ما پسې مۀ راځه. تۀ ما دې ته ولې مجبوروې چې ودې وژنم؟ زۀ به ستا ورور يوآب ته څنګه مخامخ کېږم؟“
زما ژړا تۀ واوره، ځکه چې زۀ ډېر سخت محتاجه يم. څوک چې ما ګېرول غواړى د هغوئ نه ما بچ کړه، ځکه چې دوئ زما نه ډېر زورَور دى.
څوک چې ما قتلول غواړى بېعزته او شرمنده دې شى، څوک چې ما بربادول غواړى ناکام او شرمنده دې شى.
پردى خلق په ما حملې کوى او ظالمان زما د مرګ کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک پرواه نۀ کوى.
نو بيا دې دشمن راپسې شى ما دې ووهى. ما دې پرېږدى بېعزتۍ سره په خاورو کښې.
اے مالِکه خُدايه د غصې سره راپاڅه، زما د دشمن د غصې په مقابل کښې راپورته شه، راپورته شه، زما پاکه خُدايه، په دوئ باندې خپل عدل او اِنصاف راوله.
هغۀ زۀ په زوړ قبر کښې په توره تياره کښې کښېنولم.
بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا هډوکى د ټول بنى اِسرائيلى قوم دى. هغوئ وائى چې، زمونږ هډوکى اوچ شوى دى او زمونږ اُميد ختم شوے دے، او مونږ ختم شوى يُو.
ما ته په حسرت سره مۀ ګوره، زما دشمنه، اګر کۀ زۀ غورزېدلے يم، زۀ به بيا راوچت شم. اګر کۀ زۀ په تيارۀ کښې ناست يم، خو مالِک خُدائ به زما رڼا وى.