11 د خپل نوم په خاطر دې، مالِک خُدايه، زما ژوند بچ کړه. په خپل صداقت دې ما تکليفونو نه راوباسه.
اے مالِکه خُدايه ما ډېر تکليفونه تېر کړل د خپل کلام په مطابق دې زما ژوند تازه کړه
زۀ په خاورو کښې پروت يم، او په خپل کلام دې ما راژوندے کړه.
زما نظر د بېکاره څيزونو نه واړوه، او د خپل کلام په مطابق دې ژوند راکړه.
زۀ ستا د تعليماتو څومره خواهشمند يم، او په خپل صداقت کښې دې زما ژوند تازه کړه.
د خپلې وفادارې مينې په مطابق دې زما ژوند وساته نو زۀ به ستا د خولې په تعليماتو عمل وکړمه
زۀ کۀ څۀ هم د مصيبتونو په مينځ کښې ګرځم، تۀ زما ژوندون بچ کوې. تۀ خپل لاس زما د دشمنانو د غصې په خلاف راوږدوې، د خپل ښى لاس سره دې ما بچ کوې.
اے مالِکه خُدايه، زما دُعا واوره، زما ژړا ته د رحم دپاره غوږ ونيسه، په خپله وفادارۍ او صداقت سره دې زما مدد دپاره راشه.
اے مالِکه خُدايه، د خپل پاک نوم د خاطره، راوبخښه کۀ هر څومره زما ګناه ده لويه.
د بد نه بدتر شول زما غمونه، خلاص مې کړه تکليفونه.
اے مالِکه خُدايه، زۀ تا له د پناه دپاره راغلے يم، ما بچ کړه چې زۀ ونۀ شرمېږم. په خپل عدالت کښې دې ما له خلاصون راکړه.
کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى، خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى.
په خپل صداقت سره دې ما بچ کړه او خلاصون راکړه، ما ته غوږ ونيسه او ما بچ کړه.
ولې تۀ به دوباره مونږه تازه نۀ کړې څۀ؟ چې ستا خلق په تا کښې خوشحالى وکړى.
اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د شُهرت نه خبر يم، ستا د عجيبه کارونو په وجه زۀ په يره کښې يم، اے مالِکه خُدايه. زمونږ د ژوند په ورځو کښې خپل کار تازه کړه، زمونږ په وخت کښې هغه دوباره څرګند کړه. او په خپله غصه کښې دې رحم ياد ساته.