7 تۀ ما د قېد نه خلاص کړه، چې ستا د نوم ثناء صِفت وکړم. نو بيا به صادقان رايوځائ شى زما په حقله، ځکه ستا د مهربانۍ په وجه.
نو زما روحه يو ځل بيا خپل آرام ته راشه، ځکه چې مالِک خُدائ ما سره ښۀ دے.
خپل خِدمتګار سره ښۀ کوه نو زۀ به داسې ژوندے يم، او زۀ به ستا په کلام باندې عمل کوم.
هغه څوک چې تا نه يريږى دوئ دې خوشحالى وکړى کله چې ما وګورى ځکه چې ما خپل اُميد ستا کلام پورې تړلے دے
مالِکه خُدايه، ستا د صِفت سرود به کړم بيان، ځکه چې تۀ يې په ما مهربان.
زۀ په زوره مالِک خُدائ ته ژړا کوم، او ما د رحم دپاره مالِک خُدائ ته آواز وکړو.
د خپل نوم په خاطر دې، مالِک خُدايه، زما ژوند بچ کړه. په خپل صداقت دې ما تکليفونو نه راوباسه.
ما د خپلو دشمنانو نه خلاص کړه، اے مالِکه خُدايه، ځکه چې زۀ د پناه دپاره تا ته را زغلم.
هغه په خپله د مظلومانو مقدمه چلوى، او اوږى ته خوراک ورکوى. مالِک خُدائ قېديان آزادوى.
زۀ دې د دشمن لاسونو ته ورنۀ کړم پراخه مېدان ته دې زۀ بوتلم.
په مالِک خُدائ به زما روح فخر کوى، بېوسه خلق دې خوشحالى کوى.
د ښو په ځائ دوئ ما سره بد کوى زۀ نېکى کوم په دې وجه هغوئ ما سره بدى کوى.
د صيون لور په دروازو به ستا صِفت او د خلاصون خوشحالى وکړم نو داسې به زۀ ستا د ثناء صِفت اعلان وکړم.
زما دشمنان چې کله وتښتېدل، هغوئ تيندکونه وخوړل او ستا په وړاندې تباه شول.
د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.
خو خُدائ پاک هغه بيا راژوندے کړو او د مرګ د تکليفونو نه يې خلاص کړو ځکه چې د دې امکان نۀ وو چې مرګ په هغۀ قبضه وکړى.
واقعى چې مونږ هغوئ ته بختور وايو څوک چې صبر کوونکى دى. تاسو د ايُوب د صبر په حقله اورېدلى دى او تاسو د مالِک مقصد هم وليدو چې مالِک څومره ډېر مهربانه او رحيم دے.