5 زۀ تا ته ژړا کوم، اے مالِکه خُدايه، زۀ دا وايم چې، ”تۀ زما پناه ګاه يې، او تۀ د ژوندون په دُنيا کښې زما برخه يې.“
تۀ زما ميراث يې اے مالِکه خُدايه، ما دا وعده کړې ده چې ستا په شريعت به عمل کوم.
تۀ يې اے مالِکه خُدايه زما ټول نصيب او برکتونه، او زما د هر څيز ساتونکے يې تۀ په خپله.
زما يقين دے د مالِک خُدائ مهربانى به ووينم، ترڅو چې زۀ دلته په دې دُنيا کښې يم.
هغوئ د ښو په بدل کښې بد راسره کوى، او زۀ په غم باندې اخته يم.
خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.
ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.
ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،
تا زۀ د مرګ نه خلاص کړم. تا په خپله زۀ د تيندک خوړلو نه وساتلم، چې زۀ د ژوند په نُور کښې د خُدائ په حضور کښې وګرځم.
کۀ هر څومره زما زړۀ او بدن کمزورى وى، خو د تل دپاره به خُدائ زما د زړۀ زور او اُميد وى.
زۀ به داسې وايم چې، ”مالِک خُدائ زما پناه او هم زما قلعه ده، هم هغه زما خُدائ پاک دے په چا چې توکل کوم.“
ما يو ځل بيا نظر واچولو او هغه ټول ظلم مې وليدو کوم چې په مخ د زمکې کيږى. ګوره د مظلومانو وښکې څاڅى خو د تسلۍ ورکولو والا هيڅوک نۀ وى. ظالمان ډېر زورَور دى او مظلومان ډېر بېوسه دى.
”مالِک خُدائ زما نصيب دے،“ او زۀ خپل ځان ته دا وايم، ”نو په دې وجه زۀ به د هغۀ نه اُميد ساتم.“
ګورئ، وخت راروان دے، بلکې راغلے دے چې تاسو به خوارۀ وارۀ شئ او هر يو به خپلو کورونو ته لاړ شئ او تاسو به ما اېک يواځې پرېږدئ، خو بيا هم زۀ يواځې نۀ يم ځکه چې پلار ما سره دے.
خو مالِک ما سره ودرېدو او هغۀ ما له طاقت راکړو، چې زما په وسيله دا پېغام پوره بيان کړے شى چې ټول غېريهوديان يې واورى. نو زۀ د زمرى د خُلې نه دغه شان بچ کړے شوم.