9 ما د هغه لټ نه وساته کوم چې دوئ زما دپاره اېښے دے، ما د هغه دامونو نه وساته چې بدعملو زما دپاره خوارۀ کړى دى.
بدکارانو ما ته دام خور کړے دے خو بيا هم زۀ ستا د تعليماتو نه بېلارې نۀ شومه
کبرژنو سړو ما ته پټ دامونه اېښى دى، او دوئ خپل جالونه خوارۀ کړى دى. او زما په لارو کښې يې دامونه اېښى دى.
کله چې زما روح په ما کښې کمزورے شى، نو دا تۀ يې چې زما په لارو پوهېږې. په کومو لارو چې زۀ روان يم نو په هغه لارو کښې يې ما دپاره دام پټ لګولے دے.
وګوره زما ښې طرف ته وګوره هيڅوک زما پرواه نۀ کوى، زما پناه ګاه نشته هيڅوک زما د ژوند پرواه نۀ کوى.
دشمنانو راته اېښى دى دامونه هغوئ ما قتلول غواړى، زما د تباهۍ منصوبې جوړوى څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، دوئ ټوله ورځ منصوبې جوړوى راسره دوکه کول غواړى.
زما زړۀ مطمئن دے زړۀ مې په تا مطمئن دے پاکه خُدايه، زۀ به هر وخت په سرود کښې ستا ثناء صِفت کوم.
خپلې ژبې يې لکه د تُورو په شان تېرې کړې دى، او د هغوئ بدې او ترخې خبرې لکه وژونکو غشو په شان دى،
د هوښيارانو تعليم د ژوند سرچينه وى، کوم چې انسان د مرګ د دامونو نه بچ کوى.
پرېږده چې ناګهانه په هغوئ جنګى سپاهيان ورننوځى، او د هغوئ د کورونو نه دې چغې او سورې واورېدلے شى. ځکه چې هغوئ زما دپاره کنده کنستلې ده او پټ دام يې راته خور کړے دے.
نو هغوئ په دې لټون کښې وُو چې څنګه به يې راګېر کړو. نو جاسوسان يې پټ د صادقانو په جامه کښې ورولېږل چې په هغۀ کښې څۀ داسې خبرې راپېدا کړى چې د هغې په بهانه هغه راګېر کړى او ګورنر ته يې حواله کړى.