7 لکه څنګه چې د زمکې په قلبې سره کاڼى برسيره شى، نو دغه شان به زمونږ هډُوکى د قبر په خولۀ کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى.
خو مونږ ستا دپاره ټوله ورځ د مرګ سره مخ کيږُو، د خلقو په نظر کښې مونږ د حلالونکو ګډو په شان ګڼلے کيږُو.
خو بيا هم داسې ويرېدل چې دې نه وړاندې کله هم داسې نۀ وُو يرېدلى. خُدائ پاک به ستا د دشمنانو هډُوکى تس نس کړى. او هغوئ به وشرميږى ځکه چې خُدائ پاک سپک کړى دى.
لکه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”مونږ ستا دپاره ټوله ورځ د مرګ سره مخ کيږُو، د خلقو په نظر کښې مونږ د حلالونکو ګډو په شان ګڼلے کيږُو.“
نو په حقيقت کښې مونږ خپل مرګ په خپلو سترګو وليدلو. خو مونږ بيا د خپل ځان په ځائ په هغه خُدائ پاک بهروسه وکړه څوک چې مړى راژوندى کوى.
ځينې يې سنګسار کړل، او په اره يې وڅيرل، په تُورو يې مړۀ کړل، د ګډو بيزو څرمنې يې اغوستې وې، په محتاجۍ، په مصيبت، د بد سلوکۍ په حالت کښې سروهلى بروهلى ګرځېدل.