6 کله چې د دوئ بادشاهان د کمرونو نه راوغورزيږى، نو بدعمله به دا زده کړى چې زما وېنا خوږه وه.
د يَسى زوئ داؤد هغه سړے وو چې خُدائ پاک ورله شان او شوکت ورکړے وو، چې د يعقوب خُدائ پاک هغه د دې دپاره خوښ کړو چې بادشاه شى او هغه د بنى اِسرائيلو دپاره مشهور ثناء خوان هم وو. د داؤد آخرى خبرې دا وې:
دا ټول فوجيان چې د جنګ دپاره تيار وُو، حبرون ته لاړل. د هغوئ اراده دا وه چې داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړى. نو د ټولو بنى اِسرائيلو په دې خبره باندې اتفاق وو.
بيا هغۀ ټولو بنى اِسرائيلو ته اِعلان وکړو چې، ”کۀ تاسو ته منظوره وى او کۀ دا د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک رضا وى، نو راځئ چې زمونږ باقى خلقو له او د هغوئ په ښارونو کښې اِمامانو او ليويانو له پېغام وړُونکى ولېږُو او هغوئ ته ووايو چې دلته مونږ سره راغونډ شى.
او نور لس زره يې ونيول. هغوئ قېديان د سِلح په ښار کښې د کمر سر ته وخېژول او راوې غورزول، نو داسې هغوئ لاندې په ګټو کښې مړۀ شول.
په ټولو سړو کښې د هر چا نه ښائسته يې تۀ ستا د خولې خبرې ښکلې ملغلرې دى، د تل دپاره تۀ خُدائ بختور کړے يې.
هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول. هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا د يوسف زوئ نۀ دے څۀ؟“