3 اے مالِکه خُدايه، زما خولۀ قابو کړه، او زما په شونډو نظر وساته.
نو په خپلې ژبې سره بد مۀ وايئ او په خپلو شونډو سره دروغ مۀ وايئ.
ما ووئيل چې، ”زۀ به د خپل عمل خيال ساتم نو چې په خپله ژبه ګناه ونۀ کړم، ترڅو چې بدعمله زما د وړاندې وى زۀ به خپله ژبه چپ ساتم.“
زۀ خو خاموش ولاړ وم، او هيڅ خبره مې هم نۀ کوله، په دې باندې زما پرېشانى نوره هم زياتېدله.
ټوله ورځ زۀ په ژبه ستا ثناء صِفت کوم، ستا شان او شوکت ټوله ورځ بيانوم.
په خپل ګاونډى باور مۀ کوه، مۀ په خپل دوست اعتبار کوه. تر دې چې څوک ستا په غېږ کښې اودۀ کيږى هغې سره هم په خپلو خبرو کولو کښې خيال کوه.
کۀ څوک خپل ځان دينداره ګڼى او بيا خپله ژبه په قابو کښې نۀ ساتى، هغه خپل ځان دوکه کوى، او د هغۀ ديندارى بېکاره ده.
ځکه چې مونږ ټول اکثر غلطيانې کوُو، او څوک چې په خپلو خبرو کښې غلطى نۀ کوى نو هغه کامِل دے او ټول بدن په قابو کښې ساتلے شى.