10 بدعمله دې په خپلو دامونو کښې راګېر شى، چې داسې زۀ ترې بچ شمه.
نو همان په هغه دار باندې ځوړند کړے شو کوم چې د مردکى دپاره جوړ شوے وو. او بيا د بادشاه غصه سړه شوه.
او څوک چې ما نه راتاو دى د هغوئ سرونه دې په مصيبت کښې راګېر شى، او په هغه مصيبت کښې چې کوم د هغوئ شونډو جوړ کړے دے.
بربادى دې ناګهانه ورباندې راشى ما ته اېښى جال کښې دې په خپله ګېر شى، ما ته چې کنستې ده په هم هغه کنده کښې دې ګېر شى.
صادق سړے د تکليفونو نه خلاص وى، او دا تکليفونه د هغوئ په ځائ په بدعمله خلقو باندې راځى.