1 اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال زارى کومه ما له زر راشه، زما آواز اوره کله چې زۀ درته سوال کوم.
تۀ زما غلطيانې ولې نۀ معاف کوې او زما ګناه ولې نۀ لرې کوې؟ زۀ به ډېر زر په لحد کښې پروت يم، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به مړ يم.“
اے مالِکه خُدايه، زما دُعا واوره، زما ژړا ته د رحم دپاره غوږ ونيسه، په خپله وفادارۍ او صداقت سره دې زما مدد دپاره راشه.
اے مالِکه خُدايه، ما ته زر جواب راکړه، زۀ نااُميده شوے يم. ما نه خپل مخ مۀ اړوه، نو ګنې زۀ به د هغوئ په شان شم څوک چې ښکته قبر ته روان وى.
اے مالِکه خُدايه زما نه لرې مۀ ودرېږه، تۀ زما زور او طاقت يې زر زما مدد دپاره راشه.
زما دُعا واوره او په ما رحم وکړه کله چې زۀ تا ته د مدد دپاره فرياد وکړم، چې کله هم زۀ خپل لاسونه ستا مقدس مقام په لورې پورته کړم.
ما بچ کړه، مالِکه خُدايه، د مدد دپاره زر راشه، اے مالِکه خُدايه.
هغوئ څوک چې زما د مړ کولو کوشش کوى، هغوئ دې شرمنده او سرګردانه شى، هغوئ ټول څوک چې زما تباه کېدل غواړى، دوئ ټول دې شکست وخورى او شرمنده دې شى.
زۀ ډېر غريب او حاجتمند يم، اے خُدايه، ما له زر راشه، اے زما مددګاره او خلاصوونکيه، اے مالِکه خُدايه، نور انتظار مۀ کوه.
زما نه لرې مۀ اوسېږه، اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، ستا مِنت کوم ما ته زر راشه.