Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 140:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 کبرژنو سړو ما ته پټ دامونه اېښى دى، او دوئ خپل جالونه خوارۀ کړى دى. او زما په لارو کښې يې دامونه اېښى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 140:5
21 Iomraidhean Croise  

د هغوئ پونده په دام کښې ګېريږى، او هغه يې کلک ونيسى.


بدکارانو ما ته دام خور کړے دے خو بيا هم زۀ ستا د تعليماتو نه بې‌لارې نۀ شومه


کۀ څۀ هم چې مغرورانو په ما پورې دروغ تړلى دى، زۀ د خپل ټول زړۀ سره ستا اصُول ساتم.


زما دپاره مغروران کنده جوړوى ځکه چې ستا د قانون مخالفت کوى


کله چې زما روح په ما کښې کمزورے شى، نو دا تۀ يې چې زما په لارو پوهېږې. په کومو لارو چې زۀ روان يم نو په هغه لارو کښې يې ما دپاره دام پټ لګولے دے.


ما د هغه دام نه آزاد کړه چې کوم يې په پټه خور کړے دے، ځکه چې تۀ زما د پناه ځائ يې.


بې‌سببه هغوئ ما ته اېښودى دى دامونه بې‌سببه يې زما د نيولو دپاره کوهے کنستے دے،


مۀ پرېږده چې ما د پښو لاندې کړى مغروران، مۀ پرېږده چې ما وشړى بدکاران.


اے پاکه خُدايه، ما بې‌ګناه وګرځوه، د بې‌ايمانه خلقو په خلاف زما په حق کښې فېصله واوروه، خو تۀ ما ته د بدکارانو او ټګمارانو نه خلاصون راکوه.


زما دشمنانو ما ته دامونه خوارۀ کړى دى، زۀ د خپلې پرېشانۍ په وجه ستړے شوے يم. زما په لار کښې دوئ کنده جوړه کړې ده. خو په خپله هم دوئ په کښې غورزېدلى دى.


د بدکارانو غوندې مۀ جوړېږه څوک چې د صادقانو د کور خلاف په انتظار کښې ناست وى، او د هغوئ په کورونو حمله مۀ کوه.


څوک چې د خپل ګاونډى خوشامندى کوى، نو دے د هغۀ د پښو دپاره دام خوروى.


نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“


ولې هغوئ د ښو بدله په بدو سره ورکوى څۀ؟ اوس خو هغوئ زما د وژلو دپاره کنده کنستلې ده. هغه وخت راياد کړه چې زۀ به ستا په حضور کښې ودرېدم او د هغوئ سفارش به مې تاسو ته کولو چې په هغوئ باندې خپل قهر او غضب مۀ نازلوه.


پرېږده چې ناګهانه په هغوئ جنګى سپاهيان ورننوځى، او د هغوئ د کورونو نه دې چغې او سورې واورېدلے شى. ځکه چې هغوئ زما دپاره کنده کنستلې ده او پټ دام يې راته خور کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan