2 او څوک چې د شرارت منصوبې په خپلو زړونو کښې جوړوى او هره ورځ جنګ تودهوى.
زۀ صُلح خوښوونکے او امن پسند يم، خو چې کله زۀ د صُلحې خبرې کوم هغوئ جنګ غواړى.
کۀ څۀ هم بدې ارادې لرى تا ته او نېتُونه يې خراب شى خو کاميابه به هيڅکله د هغوئ منصوبې نۀ شى.
تر دې چې په خپل کټ کښې بدې منصوبې جوړوى. د بدکارانو په لاره تلل کوى د دوئ ارادې ښې نۀ دى. او د بدۍ نه مخ نۀ اړوى.
دشمنانو راته اېښى دى دامونه هغوئ ما قتلول غواړى، زما د تباهۍ منصوبې جوړوى څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، دوئ ټوله ورځ منصوبې جوړوى راسره دوکه کول غواړى.
ټول راټول شوى دى او پټ ناست دى، په هر قدم کښې راپسې دى او زما د مرګ خواهش کوى.
زما د وژلو دپاره پټ ناست دى، او خطرناک دشمنان زما خلاف رايوځائ شوى دى، کۀ څۀ هم ما د دوئ خلاف هيڅ ګناه نۀ ده کړې.
تاسو ټول به ترڅو په سړى باندې حملې کوئ؟ کوم کس چې د کچه دېوال او کمزورى باړ په شان وى.
څوک چې د بدو منصوبې جوړوى نو د هغوئ په زړونو کښې دوکه وى، خو خوشحالى د هغه چا دپاره ده څوک چې امن راولى.
د هغوئ زړونه لکه د تنور په شان د خپلو بدو منصوبو په وجه سوزى. د هغوئ غصه ټوله شپه بېلمبو سوزى او په سحر کښې لکه د اور لمبې وکړى.
ستا نه، اے نينوه، څوک راغلو چې د مالِک خُدائ خلاف منصوبې جوړوى، څوک چې بېکاره مشوره ورکوونکى دى.