13 او بېشکه چې نېکان به ستا د نوم ثناء صِفت وکړى، او صادقان به ستا په حضور کښې ژوند وکړى.
هغه بدعمله خلق ژوندى نۀ پرېږدى، خو مظلومانو له خپل حق ورکوى.
بېشکه صادق مالِک خُدائ د اِنصاف سره مينه کوى، او نېکان خلق به د هغۀ د مخ ديدن کوى.
تۀ به ما ته د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.
بېشکه ستا نېکى او مينه به وى زما د ټول ژوند دپاره، زۀ به د مالِک خُدائ کور کښې اوسېږم د تل دپاره.
نو په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسئ، تاسو ټول چې د هغۀ تابعدار يئ، د خوشحالۍ چغې ووهئ، تاسو د چا زړونه چې صفا دى.
زما ټول ځان به ثنا وائى ستا، ”مالِکه خُدايه بل څوک دے لکه ستا؟ د زورَورو نه کمزورى څوک بچ کولے شى. حاجتمند او مسکينان څوک د شوکمارو نه بچ کولے شى؟“
د خپلې مشورې په ذريعه زما رهنمائى کوې، نو آخر به هم ما خپل جلال ته راوغواړې.
په مالِک خُدائ کښې خوشحالى وکړئ تاسو څوک چې صادقان يئ، او د هغۀ د مقدس نوم ثناء ووايئ.
ځکه چې مالِک خُدائ به په خپل لاس کښې د دوئ مقدمه واخلى او هغوئ به لوټ کړى، چا چې دوئ لوټ کړى وى.
صادقانو له خوشخبرى ورکړه چې هغوئ بختور دى، ځکه چې هغوئ به د خپلو اعمالو د ښې مېوې نه خوند واخلى.
او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.
اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.
او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.