12 زۀ په دې پوهېږمه چې مالِک خُدائ به غريبانانو له اِنصاف ورکړى، او هغه د حاجتمندو مقدمه په خپل لاس کښې اخلى.
نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې هغوئ ته غوږ اېږده او هغوئ له فتح ورکوه.
نو د هغوئ دُعا ته غوږ نيسه. په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ سوال اوره او د هغوئ مدد کوه.
هغه به د مسکينانو دُعا قبوله کړى، او هغه به د دوئ سوال ته سپک نظر نۀ کړى.
مالِکه تۀ په خپله دوئ نه پرې کړه غوړ شونډان دوئ نه هغه ژبې پرې کړه چې په لافو دى ګويان.
دوئ وائى چې، ”مونږ به په خپله ژبه هر څۀ حاصل کړُو، څوک مو د وينا نه ايسارولے شى چې مونږ خپلې شونډې استعمال کړُو؟“
ځکه هغۀ نۀ د حاجتمندانو درد ته سپک وکتل، او نۀ هغۀ د هغوئ ضرورتونو ته شا کوى نو هغه د هغوئ فريادونه اورى.
زما ټول ځان به ثنا وائى ستا، ”مالِکه خُدايه بل څوک دے لکه ستا؟ د زورَورو نه کمزورى څوک بچ کولے شى. حاجتمند او مسکينان څوک د شوکمارو نه بچ کولے شى؟“
او هغه به د خلقو په مينځ کښې د مظلومانو مدد وکړى، او د غريبانانو بچو ته به خلاصون ورکړى، او ظالمان به د پښو لاندې کړى.
تا زما په حق کښې وکړه فېصله، ناست يې په خپل تخت په اِنصاف خپل عدالت کوې.
د غريبانانو د غريبۍ نه غلطه فائده مۀ اخله، او په عدالت کښې د حاجتمندو حق مۀ خوره.
هغه به اِنصاف سره د غريبانانو عدالت کوى، او هغه به اِنصاف سره د بېاسرى خلقو فېصله کوى. د هغۀ د کلام زور سره به زمکه رپيږى او د هغۀ د خولې يو پوکے به بدعمله تباه کوى.
هغۀ به غريبانانو او محتاجو له امداد او اِنصاف ورکولو، د دې په بدل کښې ورته برکت مِلاو شو. نو د دې ښکاره مطلب دا دے، څوک چې داسې کوى نو هغه ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى.
چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى.