10 بلې شوې سکروټې دې په هغوئ راپرېوځى، او هغوئ دې په اور کښې وغورزولے شى، او هغوئ دې چکړو دلدل ته وغورزيږى چې بيا ترې راوتلے نۀ شى.
ناڅاپى مالِک خُدائ د سدوم او عموره په ښارونو باندې د اور د ګوګړو باران اورولو
هغه به په بدکارانو او شريرانو بَل سکارۀ او تاودۀ ګوګړ ورَوى، په سوزونکو هواګانو سره ورته سزا ورکوى.
هغه به تاسو ته د جنګيالو د تېرو غشو سره سزا درکړى، او په سرو سکروټو به سزا درکړى.
کله چې تۀ راښکاره شې په هغوئ به د بټۍ په شان اور بل کړې. مالِکه خُدايه ستا د غضب اور به دوئ تير کړى او ستا اور به يې تباه کړى.
خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران، په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان. خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان.
او ټول انسانان به وۀ يريږى. دوئ به د خُدائ پاک د شان کارونه بيان کړى، او د هغۀ په کارونو به فکر کوى.
شُکر به کوم د مالِک خُدائ چې هغه اِنصاف کوونکے دے وايم به زۀ د مالِک خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت.
څوک چې يو نېک انسان بدکارۍ ته رهنمائى کوى نو په خپل لټ کښې به راګېر شى، خو ايمانداره انسان ته به ښۀ ميراث مِلاو شى.
کۀ يو انسان خپل لاسونه د بل چا په وينو سرۀ کړى وى نو هغه به تر مرګه پورې مفرور وى، نو هيڅ څوک دې د دۀ مدد نۀ کوى.
دوئ به د اور بټۍ ته وغورزوى يعنې هغه ځائ ته چرته به چې ژړا او د غاښونو چيچل وى.
او بدکاران به د اور بټۍ ته وغورزوى، يعنې هغه ځائ ته چرته به چې ژړا او د غاښونو چيچل وى.“
خو د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې درج نۀ وُو هغوئ د اور په درياب کښې وغورزولے شول.
خو د ويرېدونکو، بېايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“