7 څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى اِسرائيليان، کله چې مالِک خُدائ بيا آباد کړى خپل قوميان، يعقوب به خوشحالى وکړى او خوشحاله به شى اِسرائيليان.
کله چې مالِک خُدائ شړلے شوى قېديان واپس صيون ته راوستل، مونږ د هغه خلقو په شان وُو چا چې خوب ليدلے وى.
څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى بنى اِسرائيل، کله چې خُدائ پاک بيا آباد کړى خپل قوميان، يعقوب به خوشحالى وکړى او بنى اِسرائيل به خوشحاله شى.
اے مالِکه خُدايه، تا خپل برکت په خپل مُلک باندې وکړو، او تا دوباره د يعقوب خوش قسمتى بحال کړه.
هغوئ چې د چا فديه مالِک خُدائ ورکړې ده هغوئ به واپس راشى او سندرې به وائى، څنګه چې يروشلم ته داخل شى نو د هغوئ زړونه به همېشه د خوشحالۍ نه ډک وى، او هغوئ به دومره زيات خوشحاله وى چې غم او پرېشانۍ به ترې وتښتى.