5 زما نه مخکښې او وروستو تۀ يې، او تا د خپل برکت لاس په ما اېښے دے.
زمونږ په مينځ کښې روغه کوونکے نشته، چې هغه زمونږ دواړو روغه جوړه وکړى.
د مالِک خُدائ فرښتې د هغه خلقو نه ګېرچاپېره وى، بچ ساتى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه په ويره وى.
د خُدائ پاک د لاس نه د بنى اِسرائيلو هغه مشرانو ته ضرر ونۀ رسېدلو، هغوئ خُدائ پاک وليدلو او بيا هغوئ خوراک څښاک وکړو.
خُدائ پاک همېشه ستاسو د حِفاظت ځائ دے، د هغۀ ابدى قوت به ستاسو مدد کوى. تاسو چې مخ په وړاندې ځئ نو هغه ستاسو دشمنان شړى، او تاسو ته يې وفرمائيل چې، هغوئ ټول تباه کړئ.
کله چې هغه ما وليدو نو زۀ لکه د مړى د هغۀ په پښو کښې پرېوتلم، خو هغۀ خپل ښے لاس په ما کېښودو او وې فرمائيل، ”يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم،