24 ما ته وګوره کۀ چرې کومه غلطه طريقه په ما کښې وى، ما د تل ژوندون لارو ته رهنمائى کړه.
بختور دى هغوئ د چا کارونه چې بېداغه وى څوک چې د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق چليږى.
زۀ ستا د شريعت په لار روان يم، ځکه چې تا زما زړۀ لوئ کړے دے.
ستا د رضا پوره کولو ما ته تعليم راکړه، ځکه چې تۀ زما خُدائ پاک يې. ستا نېک روح دې په هوار مېدان کښې زما رهنمائى وکړى.
سحر دې ستا د تل عُمرى مينې کلام راوړى، ځکه چې زۀ په تا باندې يقين لرم. ما ته هغه لار راوښايه چې زۀ پرې لاړ شم، ځکه چې تا ته ما خپل ځان په دُعا کښې پورته کړے دے.
تۀ به ما ته د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.
تا په شپه کښې زما د خيالونو او د زړۀ وکړل امتحانونه، پس د امتحان نه دې په ما کښې پېدا نۀ کړل غلط کارونه، اراده زما پخه ده په ژبه نۀ کړم ګناهونه.
اے مالِکه خُدايه، ما ته خپله لار راوښايه، ځکه چې دشمن زما په انتظار کښې دے نو په نېغه لار مې بوځه.
اے مالِکه خُدايه، په سبب زما د دشمنانو، په خپل صداقت سره دې زما رهنمائى وکړه، خپله نېغه لار دې ما ته راوښايه.
مالِک خُدائ د بدکارانو د چال چلن نه نفرت کوى، خو هغه د هغوئ سره مينه کوى څوک چې صداقت پسې روان وى.
څوک چې په خپل ځان يقين کوى نو هغه کم عقل دے، خو څوک چې په هوښيارتيا سره قدم اوچتوى نو دے به بچ پاتې شى.
خو کومه دروازه چې د ژوند په لورې ده هغه وړه ده او لاره يې تنګه ده، او د دې پېدا کوونکى هم لږ دى.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
نو بيا څنګه چې تاسو عيسىٰ مسيح د خپل مالِک په توګه قبول کړو، نو هم هغه شان په هغۀ کښې ژوند تېروئ.