20 دوئ تا پسې قصداً بدې خبرې کوى، او مخالفين دې نوم بېفائدې اخلى.
مالِکه خُدايه راياد کړه چې دشمن به څنګه تا پورې ټوقې کولې، او څنګه به کم عقلانو ستا د نوم ګستاخى کوله،
زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ استعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بېفائدې اخلى.
تا چا پورې خندا وکړه او د چا بېعزتى دې وکړه؟ تا د چا خلاف آواز اوچت کړو؟ تا چا ته د غرور په نظر وکتل؟ دا د بنى اِسرائيلو مقدس ذات وو.
چې د ټولو عدالت وکړى او ټولو بېدينو له به د سزا حُکم ورکړى، ځکه چې هغوئ د خپلې بدعملى په وجه ډېر د بېدينۍ کارونه وکړل، او خُدائ پاک بېدينه ګناهګارانو له به هم د سزا ورکولو حُکم وکړى ځکه چې هغوئ د هغۀ خلاف ډېر بد وئيلى دى.“
هغې په خپله خوله د خُدائ پاک خلاف د کُفر خبرې وکړې او د خُدائ نوم او د هغۀ د استوګنې ځائ او آسمانى مخلوق پسې يې کُفر وغرولو.