19 کاش چې تۀ بدکاران هلاکوې، اے پاکه خُدايه، او وينو ته تږى ناست زما نه لرې کړې.
اے بدکارو خلقو ما نه لرې شئ چې زۀ د خپل خُدائ پاک په حُکمونو عمل وکړمه
تۀ هغه تباه کوې، څوک چې دروغژن وى، مالِک خُدائ دوکه بازو او خونکارو نه کرکه کوى.
خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران، په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان. خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان.
ځئ زما نه ځئ ټول بدعمله رانه لاړ شئ، زما ژړا مالِک خُدائ اورېدلې ده.
خو خُدائ پاک به دوئ په غشو باندې ولى، او ناګهانه به دوئ زخمى کړى.
ځى به لاندې قبر ته ټول بدکاران، چې هېر کړے يې مالِک خُدائ دے هغه ټول قومونه به وى ورروان.
حاجت لرونکې به د تل دپاره هېرولے نۀ شى، دا مظلومان خلق به نااُميده پاتې نۀ شى.
هغه به دوئ ته د دوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. او د دوئ د شرارت په وجه به يې تباه کړى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک به يې ختم کړى.
هغه به اِنصاف سره د غريبانانو عدالت کوى، او هغه به اِنصاف سره د بېاسرى خلقو فېصله کوى. د هغۀ د کلام زور سره به زمکه رپيږى او د هغۀ د خولې يو پوکے به بدعمله تباه کوى.
بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے.
نو زۀ به هغوئ ته په ښکاره ووايم چې ما تاسو چرې هم نۀ يئ پېژندلى، تاسو بېشرعې خلق زما نه ورک شئ.
دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم.