15 زما د بدن ډانچه ستا نه پټه نۀ وه کله چې زۀ په پټ ځائ کښې جوړېدلم، او کله چې زۀ د زمکې په ژوره کښې جوړېدلم.
ځکه چې تا زما دننه هر څۀ پېدا کړل، او زۀ تا د مور په ګېډه کښې يو ځائ کړم.
څوک چې کوشش کوى زما د وژلو، خو دوئ به ټول لاړ شى لاندې د خاورو.
د مِصر په مُلک کښې هر يو مشر زوئ به مړ شى، د فِرعون د مشر زوئ نه واخله کوم چې په تخت کښېنى د وينځې تر هغه مشر زوئ پورې کوم چې مېچنې ته ناست وى، او د څاروو ټول وړومبى پېدا شوى بچى به هم مړۀ شى.
لکه څنګه چې تا ته د هوا رخ نۀ معلوميږى او نۀ درته دا پته لګى چې د مور په خېټه کښې ماشوم څنګه جوړيږى، نو داسې تۀ د خُدائ پاک په کارونو هم نۀ پوهېږې، څوک چې د هر څۀ خالق دے.
”ما تۀ د هغه وخت نه پېژندلې چې لا د مور په خېټه شوے نۀ وې، ستا د پېدا کېدو نه وړاندې مې تۀ غوره کړې او د قومونو دپاره مې نبى مقرر کړې.“
د هغۀ د بره ختلو نه څۀ مطلب دے بې له دې نه چې هغه د زمکې ښکته برخې ته هم کوز شوے وو.