12 خو تيارۀ به ستا دپاره تيارۀ نۀ وى، شپه به لکه د ورځ په شان ځليږى. ځکه چې تيارۀ به ستا دپاره د رڼا په شان وى.
د مړو دُنيا خُدائ پاک ته ښکاره ده، او د تباهۍ ځائ پټ نۀ دے.
داسې تکه توره تيارۀ نشته چرته چې بدعمله خلق خپل ځانونه د هغۀ نه پټ کړى.
چې د مِصريانو او بنى اِسرائيلو په مينځ کښې شوه. وريځې به مِصريانو ته تيارۀ جوړوله، خو د بنى اِسرائيلو لښکر ته به يې رڼا راوستله، نو دا لښکرې په ټوله شپه کښې يو بل ته نزدې نۀ شوې راتلے.
خو خلق هم هغه شان لرې ولاړ وُو او صِرف موسىٰ هغه تکې تورې تيارې له نزدې ورَغلو چرته چې خُدائ پاک وو.
هغه ژور او پټ د راز څيزونه څرګندوى، هغه ترې خبر دے څۀ چې په تيارۀ کښې پراتۀ دى، او د هغۀ نه ګېرچاپېره نُور دے.
او د خُدائ پاک نه يو مخلوق هم پټ نۀ دے بلکې د هغۀ د سترګو د وړاندې ټول بربنډ او بېپړدې پراتۀ دى چا ته به چې مونږ حساب ورکوو.