Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 137:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 اے د بابل خلقو، تباه شئ، هغه دې خوشحاله وى څوک چې تا ته بدل درکړى، کوم کارونه چې تا مونږ سره وکړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 137:8
14 Iomraidhean Croise  

دا پېغام د بابل په حقله دے، چې درياب سره په صحرا کښې دے. لکه څنګه چې په صحرا کښې تاوېدونکے باد چليږى دغه شان به افت د صحرا نه راشى، او يروونکے مُلک به درباندې حمله وکړى.


زۀ خورس ته وايم، تۀ زما شپون يې، تۀ به هغه کار کوې چې څۀ درته زۀ وايم يعنې، تۀ به حُکم ورکړې چې يروشلم دې بيا جوړ شى او د خُدائ پاک د کور بنيادونه دې واچولے شى.“


مالِک خُدائ يرمياه نبى ته د بابل د خلقو او د بابل د وطن په حقله دا پېغام نازل کړو چې،


ټول لينده چلوونکى د بابل خلاف راجمع کړئ، محاصره يې کړئ چې يو کس هم درنه ونۀ تښتى. هغۀ ته د خپلو اعمالو په مطابق بدله ورکړئ، هغۀ سره هغه څۀ وکړئ کوم چې دۀ د نورو خلقو سره کړى دى. ځکه چې بابل د خپلې مغرورتيا په وجه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات خلاف سرکشى کړې ده.


”اے د صيون خلقو راوتښتئ، څوک چې په بابل کښې جلاوطن شوى يئ.“


د هغې د اَنجام په ليدو اے آسمانه خوشحالى وکړه، اے مقدسينو، رسولانو او نبيانو، په هغې خوشحالۍ وکړئ، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو د انتقام اخستو په وجه په هغې د عدالت فېصله وکړه.“


هغې ته د خپلو کړو بدله ورکړئ، هغې چې کوم ناروا کارونه کړى دى، هغه دوه چنده ورکړئ، او هغې چې په کومې پيالۍ کښې شراب ګډ کړى دى هغه دوه چنده ګډه کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan