7 اے مالِکه خُدايه، ادوميان راياد کړه، چې څۀ يې کړى وُو، په کومه ورځ چې يروشلم رانسکور شوے وو. هغوئ چغې وهلې چې، ”وران يې کړئ، او چې د بنيادونو پورې يې وران کړئ.“
ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، چې طوبياه او سنبلط څۀ کړى دى هغه ياد ساته او سزا ورکړه. هغه ښځه نوعيدياه او نور ټول پېغمبران ياد ساته چا چې زما د يرولو کوشش کړے دے.“
مالِکه خُدايه راياد کړه چې دشمن به څنګه تا پورې ټوقې کولې، او څنګه به کم عقلانو ستا د نوم ګستاخى کوله،
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا فتح د ياد ساتلو دپاره د ځان سره وليکه. يشوَع ته دا واوروه چې زۀ به عماليقيان مکمل تباه کړم.“
ځکه چې تاسو خوشحالى وکړه کله چې د بنى اِسرائيلو د قوم ميراث تباه شو، دغسې سلوک به زۀ تاسو سره وکړم. اے د سعير غره، تۀ او ټول ادوم به وران ويجاړ شې. نو بيا به هر څوک پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
”اے بنى آدمه، خپل مخ په ادوم کښې د سعير د غرۀ خلاف ورواړوه، او د هغۀ خلاف نبوت وکړه
هغوئ د دې نه ناخبره دى چې ما ته د هغوئ ټول بد عملونه ياد دى. د هغوئ ګناهونه په هر ځائ کښې څرګند دى، دا ټول ما ته ښکارى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د ادوم خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ خپلو وروڼو بنى اِسرائيلو پسې تُوره په لاس منډې وهلې او په هغوئ يې هيڅ رحم نۀ کولو. او خپله غصه يې جارى وساتله، او غصه يې د قابو نه بهر کېده.
تۀ د خپلو خلقو بچ کولو دپاره بهر راغلې، چې خپل غوره کړے شوى بچ کړې. تا د بدعمله وطن مشر چخڼى کړل، تا هغوئ د سر نه تر پښو پورې بربنډ کړل.
دا هغه څۀ دى چې ربُ الافواج يې فرمائى، چې زۀ به عماليقيانو له سزا ورکړم ځکه چې بنى اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راتلل نو هغوئ ورته لاره نيولې وه.