5 کۀ چرې زۀ تا هېر کړمه يروشلم، نو زما ښى لاس نه دې خپل هُنر هېر شى.
ستا په دربار کښې يوه ورځ بهتره ده په تېرېدو د بل ځائ د زرو ورځو نه. زۀ د خُدائ پاک په کور کښې دربان ښۀ يم نه چې د شريرانو په خېمو کښې اوسېږم.
د صيون د خاطره به زۀ غلے نۀ کښېنم، د يروشلم د خاطره به زۀ تر هغې پورې آرام نۀ کوم چې د هغې صداقت د سحر د رڼا په شان ونۀ ځليږى او د هغې خلاصون د مشعل په شان ونۀ ځليږى.
”تاسو څوک چې د مرګ نه راتښتېدلى يئ، ودرېږئ مه، لاړ شئ. تاسو چې څومره هم لرې يئ نو مالِک خُدائ يادوئ. او د خپل کور يروشلم په حقله سوچ کوئ.“
افسوس دې په بېکاره شپون وى، چې رمه پرېږدى. تُوره دې د هغۀ لاس او د هغۀ ښۍ سترګه ووهى. د هغۀ لاس دې مکمل اوچ شى، او د هغۀ ښۍ سترګه دې بلکل ړنده شى.“