9 سپوږمۍ او ستورى په شپه باندې حکومت کوى، د هغۀ مينه ابدى ده.
نو خُدائ پاک هغه دوه غټ ځلېدونکى څيزونه جوړ کړل، نمر به د ورځې ځليږى او سپوږمۍ به د شپې ځليږى، هغۀ ستورى هم پېدا کړل.
کۀ ما په هغه وخت کښې نمر ته کتلے په کوم وخت کښې چې دا ځلېدو، يا مې سپوږمۍ ته کتلے چې د شان او شوکت سره روانه وى،
ورځې دى کۀ شپې دى دواړه ستا دى، نمر او سپوږمۍ تا په خپل ځائ مقرر کړى دى.
زۀ کله چې ستا د ګوتو کار ته ګورم، ستا په آسمانونو باندې غور کوم، په خپل ځائ چې مقرر دى ستورو سپوږمۍ ته ګورم،
انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې، نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟
مالِک خُدائ داسې فرمائى، هغه څوک چې نمر په دې مقرروى چې د ورځې وځليږى، او هغه چا چې سپوږمۍ او ستورى مقرر کړل چې د شپې وځليږى، څوک چې سمندر راپاڅوى چې د هغې چپې شور وکړى نو د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.