6 او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې زمکه د اوبو دپاسه خوره کړله، د هغۀ مينه ابدى ده.
بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”د آسمان لاندې اوبۀ دې په يو ځائ راغونډې شى، نو اوچه به راښکاره شى.“ نو هم داسې وشول.
خُدائ پاک آسمان خور کړے دے، او زمکه يې بغېر د څۀ څيز نه راځوړنده کړې ده.
هغه په آسمانونو کښې سترګې برېښوونکې رڼا ځلوى. ولې تاسو هغه شان کولے شئ؟
په دريابونو باندې اېښى مالِک خُدائ د زمکې بنيادونه دى، دا زمکه يې په سمندر باندې آباده کړې ده.
خُدائ پاک د زمکې نه بره په خپل تخت ناست دے، او هلته نه خلق لکه د مُلخانو په شان ښکارى. هغۀ آسمان د پردى په شان خور کړے دے، د هغه خېمې په شان چې د اوسېدو دپاره وى.
خُدائ پاک آسمانونه پېدا کړل او خوارۀ يې کړل، هغۀ زمکه او چې په دې کښې هر څۀ اوسيږى هغه يې پېدا کړل، هغۀ د زمکې ټولو خلقو له ساه او ژوند ورکړو. او اوس خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى ته وائى،
مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ هغه ذات يم چا چې تاسو پېدا کړى يئ. زۀ مالِک خُدائ يم، ما دا هر څيز پېدا کړے دے. ما په يواځې ځان په زمکه باندې آسمانونه ودرول، او زمکه مې پخپله خوره کړه.
خو مالِک خُدائ په خپل قدرت سره زمکه جوړه کړه. او په خپل حکمت سره يې دُنيا قائمه کړه. او په خپل عقل يې آسمانونه خوارۀ کړل.
د بنى اِسرائيلو په حقله دا د مالِک خُدائ پېغام دے. د هغه مالِک خُدائ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړى دى، چا چې د زمکې بنيادونه اېښى دى، او چا چې بنى آدم له ساه ورکړې ده، هغه فرمائى،