23 د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا ته چې مونږ د کمزورتيا په حالت کښې ياد وُو، د هغۀ مينه ابدى ده.
نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې.
هغه به د مسکينانو دُعا قبوله کړى، او هغه به د دوئ سوال ته سپک نظر نۀ کړى.
هغه غريبان د خاورو نه اوچتوى، او هغه حاجتمند د ايرو نه اوچتوى.
مالِک خُدائ ساده زړۀ لرونکى خلق بچ کوى، کله چې زۀ ډېر سخت حاجتمند ومه هغۀ زۀ بچ کړم.
زما ژړا تۀ واوره، ځکه چې زۀ ډېر سخت محتاجه يم. څوک چې ما ګېرول غواړى د هغوئ نه ما بچ کړه، ځکه چې دوئ زما نه ډېر زورَور دى.
هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.
چې هغۀ د خپلې عاجزې وينځې په حال دومره لوئ نظر کړے دے. د نن ورځې نه پس به راتلونکى ټولې پيړۍ ما ته بختوره وائى.
هغۀ حکمرانان د تختُونو نه راغورزولى دى خو غريبانان يې لويو مرتبو ته رسولى دى.
مالِک خُدائ به خپل خلق بچ کړى کله چې هغه ووينى چې د هغوئ طاقت ختم شو. هغه به په هغوئ رحم وکړى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى، کله چې وګورى چې هغوئ څومره بېمددګاره دى.